Immiex image

له افغانستان او یا له افغانستان څخه بیرون کاناډا ته څنګه مهاجر شو؟

د کاناډا  څلویښت زره ویزو ته اپلای وکړۍ

د کاناډا هیواد د څلویښت زره افغانانو د راوستلو وعده کړیده. که چیرته تاسې په لاندې ډلو کې راځی نو تاسې کولای شی چې زما سره د غوښتن لیکونو او قانوني مشورو لپاره اړیکه ونیسۍ

لومړی کتګوري: که چیرته تاسې په افغانستان کې د کاناډا د اردو/عسکرو سره د ترجمان په حیث کار کړیوي او یا مود کاناډا په سفارت کې وظیفه درلوده نو تاسې او ستاسې فامیل ټول کولای شي چې لدغه څلویښت زره ویزو څخه استفاده وکړی

څنګه غوښتن لیک واستوو؟ مهمه نده چې تاسې په افغانستان کې یې که له افغانستان نه بهر یاست، تاسې کولای شی چې په لاندې ډول باندې د کاناډا دولت ته خپل غوښتن لیکونه واستوئ

لومړی: دغه لینک ته ولاړ شی

: https://specialmeasures-mesuresspeciales.apps.cic.gc.ca/en/

 دویم: دغه لاندې شیان انتخاب کړی

او د

Continue

بټن ښکیکاږی

دریم: د نورو صفحو باقیمانده پوښتنو ته ځوابونه ووايئ

کله مو چې ټولې پوښتنې ځواب کړې او معلومات مو واستول نو یو څو ورځې یا اونئ منتظر واوسئ تر څو د کاناډا حکومت ستاسې سره اړیکه ونیسي او هدایات درکړي

دویمه کتګوري: که تاسې د کاناډایانو سره په افغانستان کې کار هم نه وي کړی مګر لاندې کارونه کو کړیوي نو بیا هم تاسې کولای شی چې پدغه څلویښت زره ویزو کې کاناډا ته راشی

که چیرته تاسې د ښځو د حقوقو په برخه کې کار او فعالیت کړیوي

که چیرته تاسې د افغانانو د بشري حقوقو څخه دفاع کړیوي

که چیرته تاسې مذهبي یا دیني اقلیت وی

که چیرته تاسې همجنس باز/پرست وی

که چیرته تاسې ژورنالستان وی او یا که خپله ژورنالستان نه وی مګر د کاناډايي ژورنالستانو سره مو په افغانستان کې مرسته کړې وي

څنګه غوښتن لیک واستوو؟ تاسې د افغانستان د ننه څخه نشی کولای چې تر دویمي کتګوری لاندې د کاناډا دولت ته غوښتن لیکونه واستوی. ددې لپاره چې ستاسې غوښتن لیک ومنل شي تاسې باید له افغانستان څخه بهر وی

ددې لپاره باید تاسې د مللی متحد د مهاجرینو ادارې یا (UNHCR) سره اړیکه ونیسی او ورته ووايئ چې تاسې د کاناډا حکومت ته معرفي کړي. او که چیرته تاسې د بشري حقوقو مدافعین یاست نو تاسې کولای شئ چې د لاندې دوه ادارو سره اړیکه ونیسئ، ځان ورسره ثبت کړی او ورته ووايي چې تاسې د کاناډا هیواد ته معرفي کړي

https://www.frontlinedefenders.org/

https://protectdefenders.eu/

که چیرته داسې پدې پروسه کې داسې یوه قانوني او مطمئن نماینده ته اړتیا لری چې ستاسې کارونه له شروع نه تر پایه پورې د ملل متحد سره او بیا د کاناډا د هیواد سره مخته بوزي نو تاسې کولای شۍ زما سره اړیکه ونیسئ. زه په کاناډا کې د مهاجرت رسمي وکیل یم او د کاناډا د مهاجرت په برخه کې له ۲۰۱۷ کال څخه کار کووم.

د ټلیفون / وټس اپ شمیره: 2367779820

 care@unlokimmigration.ca : ایمیل ادرس